د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سرمنشي، حسین ابراهیم طه، د سعودي عربستان په جدې ښار کې د دغه سازمان په مرکز کې د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۰مې غونډې د چمتووالي په جلسه کې په غزه کې د اسراييل د بریدونو مخالفت وکړ. هغه په غزې تړانګه کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې د پرېکړې پر بنسټ د اوربند غوښتنه او زیانمنو کسانو ته د مرستو پر ژر لېږد ټينګار وکړ. طه په خپلو خبرو کې په افغانستان، کشمیر او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د روان وضعیت او سولې او امنیت په اړه هم خبرې وکړې.