د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې له تېرو ۷ میاشتو راهیسې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند ویلي، چې له دې منځه له افغانستانه د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او له تاجکستانه بیا د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې افغانستان او تاجکستان د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده، چې له دې منځه افغانستان تاجکستان ته ۸ میلیونه ډالره صادرات لرلي دي او ۲۲ میلیونه ډالریې هم واردات لرلې دي. بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیتي همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کوي او زیاتوي، که د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ریل پټلۍ وصل شي، د دواړو هېوادونو اقتصاد به د پام وړ وده وکړي.