د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال، پرون په دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي او ځینو نورو هېوادونو له سرپرستو سفیرانو او ډيپلوماټانو سره کتلي دي. د سرپرست حکومت مرستیال ویاند، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د برېټانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سویلي کوریا، اسټرالیا، المان او امریکا د سفارتونو له سرپرستانو او ډیپلوماټانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو اړوند خبرې شوې دي. په کتنه کې سیاسي مرستیال، د نورو هېوادونو سفیران او ډيپلوماټان هڅولي چې کابل ته راشي، خپلې استازولۍ پرانیزي او وضعیت له نږدې وڅاري.