کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د لسګونه جريبه غصب شوې ځمکې د را ګرځولو خبر ورکړی دی. سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ښار اړوند ۴مې ناحیې د میوو او ترکاري مارکېټ شاته سیمه کې ۹۸ جریبه غصب شوې ځمکه، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ بېرته راوګرځول شوه. په خبرپاڼه کې د يادې ناحیې د رییس عبدالرحمن رباني له قوله ويل شوي، چې په یاده سیمه کې له پرلپسې خبرتیاوو وروسته د غاصبانو له لوري جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ شول او اوس مهال یاده ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده، چې خپل پراختیايي پلانونه به پکې پلي کړي. د نوموړي په وينا دوی په دې توانېدلي دي، چې په تېر یوه کال کې د یادې ناحیې په کچه ۱۴۳ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را وګرځوي.