د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، تېره اونۍ له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو څه باندې نیمايي يې ښځې وې. دې ادارې ویلي چې، د جولای له ۲۸مې د اګست تر دریمې ۹۵۰ تنه افغانان له پاکستانه ایستل شوي. پهدې ډله کې نږدې ۳۰ سلنه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده هم شاملې دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس پاکستان له تېر نومبر راهیسې شاوخوا شپږ لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي او لا هم د کډوالو د ایستلو پروسه روانه ده.