د افغانستان بانک مسوولین وايي چې هرات ولایت کې یې، څه باندې ۵۵۹ میلیونه زاړه افغاني بانکنوټونه چې د چلښت وړ نهوو، سوځولې دي. دغه بانک نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د هېواد په لوېدیځ زون هرات کې ۵۵۹ میلیونه او ۱۴۱زره، زړې افغانۍ سوځولې دي. د افغانستان بانک د روانې زمري میاشتې پر دویمه نېټه هم د هېواد شمال او شمالختیځ زونونو څخه راټولې شوې، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانکنوټونه سوځولي وو. یاد بانک هغه مهال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانکنوټونه یې، ټول او سوځولې دي. یاد بانک له هېوادوالو په وار وار غوښتنه کړې چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پرمهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له وخت وړاندې مندرس نهشي.