د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورټونو د وېش د درېیو مرکزونو له جوړېدو وروسته، د پاسپورټ د وېش لړۍ چټکه شوې ده. د دغه ریاست د ویاند، نورالله پتمن په وینا، اوس مهال هېوادوال کولی شي د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل پاسيورټ ترلاسه کړي. په پلازمېنه کې د پاسپورټ د وېش د درېیو نورو مرکزونو له جوړېدو وروسته، اوس په دغو مرکزونو کې هره ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه وي او ګڼو خلکو ته پاسپورټ ورکول کیږي. د پاسپورټ غوښتونکي د پاسپورټ د وېش له بهیره خوښ برېښي. د پاسپورټ غوښتونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د پاسپورټ د وېش بهیر په دایمي توګه همداسې وساتي. د پاسپورټ د عمومي ریاست د شمېرو له مخې، په تېره یوه کال کې په ټول هېواد کې نږدې دوه میلیونه کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.