د سرپرست حکومت د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې درېیمه غونډه کې د اموسیند سواحلو د استحکام په اړه د پرېکنده اقداماتو د ترسره کولو پرېکړه شوې، تر څو د سیند د غاړو د تخریب مخه ونیول شي. د کابینې غونډه کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو د راګرځولو په اړه هم د څېړنې په موخه پلاوی ټاکل شوی دی. همداراز دغې غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور هم تایید او ځینو ادارو ته لارښوونه شوې، چې له شته امکانانو او فرصتونو څخه په استفادې د مالیې وزارت لارښوونې په نظر کې ونیسي.