د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې د ملي امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی د کتنې پرمهال په تهران کې د اسماعیل هنیه وژل له ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو سرغړونه ګڼلې ده. نوموړي ویلي، چې ایران په هېڅ صورت په سیمه کې د جنګ او کړکېچ د پراخولو په لټه کې نه دی؛ خو اسراییل به د خپلو جنایتونو ځواب ترلاسه کړي. ایران د اسماعیل هنیه د وژلو پړه پر اسراییلو اچوي، خو د اسراییلو حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.