د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د اقلیمي بدلون له امله کابو ۳۸ زره افغانان بې ځایه شوي د ماشومانو د ژغورنې صندوق په خپل نوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د روان زیږیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۸ زره له خپلو کورونو او اوسېدو ځایونو بې ځایه کېدو ته اړ شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي. راپور کې راغلي چې دغه شمېر د تېر ۲۰۲۳ کال پرتله لوړ شوی دی. د ماشومانو د ژغورنې صندوق دغه راپور د بې ځایه کېدو لامل، وچکالي، د تودوخې لوړه درجه، سېلابونه، ځمک ښویېدونې، ورښتونه او توپانونه یاد کړي دي.