روسیي رسنیو د ځينو ډیپلوماټیکې سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ښایي د فلسطین ولسمشر محمود عباس د روانې اګست میاشتې له ۱۲- ۱۴ نېټې پورې روسیې ته سفر وکړي، نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د اګسټ پر دوولسمه نېټه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. د روسیې (RIA) خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه سفر اصلي موخه د نړۍ او فلسطین د روانو حالتو او وروستیو پرمختګونو په اړه د نظرونو تبادله، خبرې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ده.