د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په درېیو روغتیایي مرکزونو کې یې د نري رنځ د تشخیص ماشینونه فعال کړي دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعدباد او څوکۍ او ماڼوګۍ ولسوالیو کې د عامې روغتیا په مالي ملاتړ د ۱۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت په دریېو روغتیایي مرکزونو کې د نري رنځ د تشخیص ماشینونه فعال شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادو ماشنیونو په فعالېدو سره به د نري رنځ د معایناتو په برخه کې شته ستونزې حل شي.