د امريکا د کورنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې دامریکا د استوګنې په سيمو کې د ښوونځيو د حقيقت په اړه د پلټنې دوهم راپور خپور کړی. د دې راپور له مخې، په تاريخ کې د سور پوستو يا ځايي امریکایانو شاوخوا زر ماشومان په دغو ښوونځیو کې مړه شوي. د يادونې وړ ده، چې یاد ښوونځي د امریکا د حکومت تر ملاتړ لاندې دي. دغه ماشومان په ښوونځيو کې له بدني ځورونې سره مخ شوي او د مورنۍ ژبې د ویلو له امله هم سزا ورکول شوې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان په دې وروستيو ورځو کې په مطبوعاتي غونډه کې د سور پوستو يا ځايي امریکایانو د ځورېدو په اړه ويلي، چې امریکا د سور پوستو يا ځايي اوسېدونکو د ځپلو پر بنسټ خپل هېواد جوړ کړی، له دغو کسانو سره ناعادلانه چلند او د هغوی ځورول بايد ودرول شي او باید له نورو امريکايانو سره مساوي چلند ورسره وشي او په نړۍ کې له بشري حقونو د امریکا سرغړونې باید ختمې شي.