د فاریاب د پوهنې رییس وايي، ددغه ولایت اوسېدونکو د ښوونځيو جوړولو په موخه شل جریبه ځمکه په وړیا ډول دغه ریاست ته ورکړې ده. نوموړی وايي د متوازن پرمختګ، تضمین کیفیت او ښوونیزې اسانتیاوې په برخه کې ددغه ولایت د پوهنې ریاست لازیات ملاتړ ته اړتیا لري. د فاریاب اوسېدونکي وايي د پوهنیز بهیر ملاتړ او زده کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپیریال رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي. دوی د دغو هڅو موخه پخپلو سیمو کې د پوهنې پياوړتیا، غربت او بېسوادۍ کچې ټیټول ګڼي. د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ دغه ولایت کې ۴۹۸ ښوونځيو لمنځه ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نلري او له ۸۲ زره زیات زده کوونکي د ونو تر سیوري لاندې، کرايي کورونو، جوماتونو او یاهم په پرانیستې فضا کې زده کړې کوي.