په نورستان ولایت کې مرستندویه بنسټونو د سلګونه ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام په لاره اچولی دی. په دغه روزنیز مرکز کې بوختې مېرمنې وايي، خوښې دي، چې د غالیو اوبدلو زده کړې ترڅنګ ګټه وټه هم ترلاسه کوي. دوی وايي، په دغه روزنیز پروګرام کې یې په بشپړ ډول د غالیو اوبدل زده کړي، او هیله منې دي، چې راتلونکي کې به له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي. بل پلور د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دغه روزنیز پروګرام په مرکز پارون، کامدېش، وانټ وایګل او وما ولسوالیو کې روان دی، چې موخه یې د هغو مېرمنو پر ځان بسیاینه ده، چې له دې وړاندې په درنو کارونو بوختې وې.