د ایراني رسنیو د خبر له مخې، د افغانستان او ایران تر منځ د دوغارون پولې په ځانګړي اقتصادي زون کې د تېلو په ټانکرونو کې اور لګېدنه، د ټرانسپورټي بېړیو او د ګمرکونو، سرحدي بازارونو او هر ډول فعالیت د بندېدو لامل شوې ده. د ایران د تایباد ښار یوه مسوول محمد رضا رضايي ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ دوغارون پوله کې د ایران اړوند درې ټانکرونو او د افغانستان اړوند یوه ټانکر کې د چلوونکو لخوا د بې غورۍ او د خوندیتوب شرایطو نه مراعتولو له کبله اور لګېدلی دی. نوموړی وایي، سیمې ته د اور د کابو کولو لپاره د افغانستان د هرات او د ایران د تایباد لخوا د اور وژلو ګاډي استول شوي دي. نوموړي ویلي، اورلګېدنه دومره وه چې له ۱۸ کیلومتره واټن څخه یې لوګی لیدل کېدل. تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې په دغه اورلګېدنه کې څومره ځاني او مالي زیان موټر چلوونکو او سوداګرو ته اوښتی دی.