د کابل – کندهار لویې لارې جوړولو د قراردادي شرکت مسوولین وايي، د دې لارې د جوړېدو چار په تر راتلونکو ۷ میاشتو بشپړې شي. د کابل – کندهار لویه لار چې د هېواد یوه مهمه او ترانزیټی لار ده، سویلي حوزه له پلازمېنې کابل سره نښلوي. د دې لارې ډیری برخه د تېرو جګړو او لوړ وزن لرونکو موټرو تګ راتګ له امله ویجاړه شوې ده. دې لویې لارې ته څېره مېشت ځايي خلک د سرپرست حکومت له مسوولینو د پروژې د چارو چټکتیا او په جدي توګه د کیفیت څارنې غوښتنه کوي. د کابل – کندهار لویه لار ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو چارې یې د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۲۵مه نېټه د ټولګټو چارو وزارت له لوري پیل شوې وې، خو تر دامهاله بشپړې شوې نه دي.