د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په لرې پرتې ازرې ولسوالي کې د کلتوري خوځښت په نوم مشاعره جوړه شوه. په یاده مشاعره کې د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس په ګډون د ګڼو ادارو مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو. د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفېعالله صمیم جوړې شوې مشاعرې ته وویل، له دغې مشاعرې جوړېدو څخه یې، موخه لوګر کې شاعرانو او لیکوالانو څخه ملاتړ او همدارنګه په دغه ولایت کې د ادب، شعر، شاعرۍ او لیکوالۍ برخه ته پراختیا ورکول دي. صمیم له شاعرانو او لیکولانو وغوښتل چې د خپل قلم او شعر له لارې د ولسونو یووالي، پرمختګ او هوساینۍ لپاره کار وکړي.