د لوګر ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو ۲ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه شبکې د لوګر د څرخ ولسوالۍ اړوند په قرا او کارتې خواجه غار سیمو کې د یونیسف نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې، چې پر مټ یې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مالوماتو له مخې په یادو پروژو کې د دوو ژورو څاه ګانو کېندل، ٧٥ تختې سولرو لګول، دوې لویې د اوبو ذېرمې جوړول، د نږدې ١٣ زره متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول او کور په کور د ٣٨٤ نل لیکو نښلول شامل دي.