د فاریاب ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او په خواجه موسی ولسوالۍ کې د بلې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په شرین تګاب ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې, چې ۷ درسي او اداري خونې لري. د مالوماتو له مخې په دغه ښوونځي کې د سیمې ٢١٦ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. ورته مهال د یاد ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ په المار کلي کې یوه ښوونځي ته د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوي دي.