د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د دغه ولایت له حوزوي روغتون سره نوې مرستې اعلان کړې ده. د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون ویلي، چې له دغه روغتون سره یې ۱.۷ ټنه طبي توکي مرسته کړې چې تر راتلونکو دوو میاشتو به شاوخوا ۱۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي. د دې سازمان په خبره دغه نوې روغتیايي مرستې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکارۍ له امله رامنځته شوې دي. تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت د بودیجې د نشتوالي له امله د اندېښنې وړ بللی و. د یاد سازمان په خبره، په ۲۰۲۳م کې په افغانستان کې شاوخوا ۴۲۸ دایمي روغتیایي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي دي.