د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولین وایي، چې په هېواد کې د درملو ۱۰۴ تولیدي کارخونې فعالې دي. د مسوولینو په خبره، دغه کارخونې ۵۶۰ قلمه ښه کیفیت لرونکي درمل تولیدوي. د یادې ادارې ویاند وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې د کارخونو شمېر ډېر شوی چې اوس مهال د درملو او روغتیایي محصولاتو په برخه کې هېواد کې شاوخوا ۱۰۴ کارخونې فعالیت کوي او د تولید وړتیا یې هم د تېر پرتله څو برابره زیاته شوې ده. د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په پلازمېنه کابل کې یو شمېر اوسیدونکي د درملو له ټیټ کیفیت او لوړې بيې شکایت کوي او وايي، دوی نشي کولای د اړتیا وړ درمل په ټیټه بیه ترلاسه کړي.