په تورخم دروازه کې دواړو غاړو ته د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په تازه مېوو او بوره بار سلګونو موټرو ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې. د مالوماتو له مخې دغه بار وړونکي موټر د لنډمهالي اسنادو نه لرلو له کبله ولاړ دي. د یادو موټرو چلوونکي وایي، چې په موټرو کې د سختې ګرمۍ له امله مېوې ورستېږي او بوره هم ویلې کېږي. په دې موټرو کې د افغانستان له غاړې خټکي، هندواڼې او انګور او د پاکستان له لوري بوره پکې بار ده. د یادولو وړ ده، چې پاکستاني دولت د تېرې جولاۍ میاشتې له ۳۱مې نېټې څخه له افغانستان څخه دغه هېواد ته د ورتلونکو چلوونکو لپاره د داخلې لنډمهالي اسنادو جدي غوښتنه کړې، چې د چارواکو په خبره تر دامهاله یوازې ۲۰ سلنه چلوونکو لنډ مهالي اسناد جوړ کړي دي.