د ملګرو ملتونو سامان د بشري حقونو یوې ډلې پر اسټرالیا غږ کړی، چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو سره سم افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو له لوري له محکمې پرته د وژل شویو او شکنجه شویو کورنیو ته تاوان ورکړي. په ۲۰۲۰م کال کې د اسټرالیایي قاضي پاول بریرټن لخوا د چمتو شوي راپور له مخې، اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د ماموریت پر مهال ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي. ملګري ملتونه وايي څلور کاله کېږي، اسټرالیا منلې چې تاوان ورکوي خو له وژنو ۱۲ کلونه تېرېږي. کارپوهانو ویلي دا مني چې د استرالیا حکومت که څه هم ورو خو ریښتیني، هڅې کوي چې له مجرمینو تحقیق او څېړنې وکړي او محاکمه یې کړي او قربانیانو ته یې تاوان ورکړي خو دا کار باید ژر وشي.