د هرات ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په اتمه، لسمه او دیارلسمه ناحیه کې بېلابېلې پروژوې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پروژې د یاد ریاست په همکارۍ د هبیبات دفتر په مالي ملاتړ د ۸۹ زره ډالرو په لګښت د ښاري ښکلا ترڅنګ یې د ښار د روښانتیا په موخه یې کانګریټي پایې او ۱۰۹ بېلابېل څراغونو د نصب ترڅنګ ګڼ شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یاد ریاست هڅې ستایلې او د ښاري ښکلا په موخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.