د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستانه د ۲۶۰ کورنیو په ګډون ۹۴۸ کسان هیواد ته راستانه شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه شمېر کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، هرات او نیمروز له لارو هېواد ته راغلي دي. د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، له پاکستانه ۲۱ راستنې شوې افغان کورنۍ ننګرهار، کونړ او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي .د یاد وزارت چارواکي دغه راز وایي، چې په دې موده کې د کورنیو تر څنګ ۱۳۶۲کسان په انفرادي ډول له ایرانه هېواد ته راستانه شوي. د يادولو وړ ده، چې ايران او پاکستان په يادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ژوند شرايط سخت کړي او هغوی یې افغانستان ته راستنېدو ته مجبور کړي دي.