د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، راتلونکو ۲۰ ورځو کې به قزاقستان کې د افغان-قزاق نندارتون جوړ شي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، دغه نندارتون کې به له افغانستانه شاوخوا درې سوه سوداګر ګډون وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، دې وروستیو میاشتو کې له افغانستانه بهر په بېلابېلو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو په حضور منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لامل شوی دی. تر دې مخکې د افغان سوداګرو په ګډون په ترکمنستان، ازبېکستان او چین کې هم ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.