د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ۱۲ کورنیو او بهرنیو بنسټونو ترمنځ چې په هېواد کې د متشبثینو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي، د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په کابل، پروان، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، کندهار، زابل، لوګر، پکتیا، کونړ، کاپیسا، بغلان او کندز ولایتونو کې ۱۲ کورني او بهرني بنسټونه د نږدې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت خپلې پروژې پلې کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د دغو بنسټونو استازو ته و ویل، د هېواد د قوانينو په رڼا کې دې خپل فعاليتونه ترسره کړي.