عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې په ۱۶ مرکزونو کې شاوخوا ۱۵ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي. د روږدو کسانو د زر بستریز روغتیایي مرکز رییس پر هغه څه چې د نړۍوالو بنسټونو نه همکاري یې بولي، نیوکه کوي. د ده په وينا، د نړۍوالو بنسټونو استازو تل له دغه مرکزه لیدنه کړې، خو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې يې همکاري نه ده کړې. له دې سره هممهاله، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې له رییس د روږدو کسانو د درملنې او کروندګرو ته د بدیل کښت په تړاو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې رییس له افغانستان سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی.