د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ایران کې له افغان کډوالو سره پر روان چلن اندېښنه څرګنده کړې او له دغه هېواده یې غوښتي چې د کډوالو سره زرو زیاتی پایته ورسوي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو په زوره ایستل د اسلامي، نړۍوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف کړنه ده. خبرپاڼه کې له افغان کډوالو غوښتل شوي چې هېواد ته راستانه شي او د نه راستنېدو په صورت کې دې د کوربه هېواد قوانینو ته درناوی وکړي. د کډولو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه راز ویلي، سرپرست حکومت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او ګاونډیو هېوادونو هم ورته تمه لري.