د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت چارسمبالی، رابرټ چټرټن ډیکسن وایي، بریټانیا نړۍ سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکاري کوي. د ارګ د خبرپاڼې لهمخې، رابرټ چټرټڼ ډیکسن دغه خبرې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس سره کتنه کې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي، د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس دغه کتنه کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د شویو ژمنو د عملي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې پر افغانستان د بندیزونو لګول د حل لاره نه ده.