د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د هلمند بست پنبې او نباتي غوړیو فابریکې یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ. دغه فابریکه د یو شمیر حکومتي چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه. د یادې فابریکې د پرانیستې پرمهال د اقتصاد سرپرست وزیر وویل، په هېواد کې ځینې حیاتي فابریکې چې له فعالیته لوېدلې وې، بېرته فعاله او رغول شوي دي. نوموړي ویلي، د بست نباتي غوړیو فابریکه چې ځینې برخې یې په تېر کې د نه پاملرنې له امله له فعالیته لوېدلې وې، بېرته رغول شوي دي. د اقتصاد سرپرست وزیر ویلي، چې په یاده فابریکه کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په ښه کیفیت به تولیدات ولري. د بست پنبې او غوړیو دولتي فابریکه د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، چې تولیدات یې کنجاړه، غوړي او صابو دي.