د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس د بنګلهدېش د موقت حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه. دا لوړه وروسته له هغې وشوه چې پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه د محصلینو لهخوا د پراخو اعتراضونو په ترڅ کې له واکه لاس واخیست او هند ته لاړه. په بنګلهدېش کې د سولې او امن ټینګښت او د حسینه له استعفا وروسته د نویو ټاکنو لپاره زمینه برابرول به اوس د یونس له مهمو دندو څخه وي. اعتراضونه په تېره میاشت کې د دولتي دندو د سهمیې د سیسټم په وړاندې پیل شول، چې وروسته پهکې له قدرت څخه د صدراعظمې شیخ حسینه د لیرې کېدو غوښتنه راپورته شوه. نوموړې پنځلس کاله د بنګلهدېش چارې سمبالولې.