د کورنیو چارو او کډوالو چارو سرپرست وزیرانو او د ځدراڼو قومي مشر حاجي ابراهیم په هڅو د پکتیا د ګردې څېړۍ، وزې او د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د څو قومونو ترمنځ څه د پاسه سل کلنې دښمنۍ پایته ورسېدې. د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو پر سر شخړو کې شاوخوا سل تنه وژل شوي دي. د کورنیو چارو او کډوالو چارو سرپرست وزیرانو د دغه جوړجاړي مراسمو پر مهال د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د عمومي بښنې فرمان ته په اشارې له ښکیلو خواوو غوښتي څو له زغمه کار واخلي.