په بلخ کې د څه د پاسه دوه میلیونه افغانیو په لګښت د ښځو د لاسي صنایعو، خیاطۍ او د سیمه يیزو خوراکي توکو د پلور لپاره د رابعه بلخې په نامه سوداګریز مرکز بیا ځل ورغول شول. دغه مارکیټ ۶۱ هټۍ لري او ۲۰۰ ښځې په کې په کار بوختې دي. په مزار شریف کې دا دویم مارکیټ دی چې د ښځو لپاره جوړېږي. ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ښار کې ۴۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.