د میدان وردګو امنیتي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی. د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف سردار ویلي چې پرون د دغه ولایت د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په جانم کوتل سیمه کې د یوه لنډ کروزر ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی. د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوی دی.