ګڼ شمېر امریکایي ځواکونه په سوریه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ټپي شوي دي. امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته دا برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په تېرو څو ورځو کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو باندې دا یو بل ستر برید دی او په داسې حال کې کیږي چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پرخوالي اندېښنې ډیرې شوې دي. د امریکا پوځ په لومړي سر کې ویلي و چې د ډرون الوتکې په برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو تر دقیقې څېړنې وروسته معلومه شوې چې ګڼ شمېر نظامیان برسیرن ټپي شوي دي او ځینې نور بیا د درملنې لپاره نورو ځایونو ته لیږدول شوي دي. تر اوسه هیڅ کوم ډلې د دې برید د کولو ادعا نه ده کړې.