د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ویلي چې د هېواد په سرحدي ولسوالیو کې به د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه بېلابېلو برخو کې یو شمېر پروژې پلې شي. نورالله نوري دغه څرګندونې ننګرهار کې د دغه ولایت د والي له مرستيال، د کلیو پراختیا او بیا رغونې، اوبو او انرژۍ او یو شمېر نورو ادارو له مسوولینو سره ناسته کړې دي.