د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ رییس محمود الحق احدي د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې تېر کال ۵ زره ۷۶۶ افغان کډوال چې په پاکستان او ترکيې هېوادونو کې بنديان وو د کډوالو او را ستنېدونکو او بهرنيو چارو وزارتونو په هڅو له بند څخه ازاد شوي دي. په ياده موده کې همدارنګه د ايران هېواد له بندخونو څخه ۴زره افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته را ستانه کړای شوي دي. نوموړي ویلي، چې د تېر يوه کال په موده کې يو ميليون ۷۷۹ زره ۶۰۳ افغانان له ايران، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت چارواکو دغه راز ویلي، چې په ايران کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند د مخنيوي په موخه د کډوالو او را ستنېدونکو او بهرنيو چارو وزارتونو ګډې هڅې دوام لري.