د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې د دوشنبې، سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی. خبر پاڼه زیاتوي، په دې ورځو کې په کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د سېلابونو او د اوبو زیاتوالي اټکل شوی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو سیندونو پر غاړو له اوسېدوونکي غوښتي چې د سېلابونو پر مهال خپل ځانونه او ماشومان خوندي کړي.