د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې نن، د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، ځوانان په ټوله نړۍ کې بدلون راوستونکي دي او نړیوالو هدفونو ته په رسېدو کې کلیدي رول لوبوي. په ۱۹۹۹ زیږیز کال کې د ملګرو ملتونو له لوري د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په نوم و نومول شوه. د سږ کال د ځوانانو د نړۍوالې ورځې شعار “د ځوانانو د ودې لپاره ډيجیټلي حل لارې” دی. د ځوانانو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کیږي چې په افغانستان کې ډېری ځوانان له وزګارتیا سرټکوي او هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره له هېواده کډوالۍ ته مخه کوي.