په زابل کې د وچې مېوې یو شمېر سوداګر له اړوندو مسوولینو غواړي چې، د پاکستان پر ځای دې نورو هېوادونو ته د صاداراتو زمینه برابره کړي. د دوی په وینا، پاکستان وخت ناوخت د افغانستان پر صادراتي توکو تعرفه لوړوي او دغې چارې سوداګرو ته ډېر تاوانونه اړولي دي. د زابل د صنعت او سوداګرۍ رییس بيا وایي، وزارت يې د نړۍ له بېلا-بيلو هېوادونو سره د سوداګريزي راکړې ورکړې تړونونه کړي، چې پر مټ به يې افغان سوداګر د ګاونډيو هېوادونو پر ځای د نړۍ له نورو هېوادونو سره له سوداګريزو اسانتیاوو برخمن شي. پاکستان او هند د افغانستان د سويلي ولایتونو د وچې مېوې تر ټولو نږدې بازارونو دي او هر کال سلګونه ټنه وچه مېوه له همدې لارې نړۍوالو بازارونو ته رسېږي.