په غزني کې د معلولو کسانو او بېسرپرسته ماشومانو ته د حرفوي زدهکړو په یوه مرکز کې د خیاطۍ، د چرګانو روزنې او د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زدهکړې ورکول کېږي. بې سرپرسته ماشومان وايي، چې په دغه مرکز کې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زدهکړې کوي او له دې لارې به د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي. غزني کې د یاد بنسټ ولایتي مسوول مجیبالرحمن سادات وايي، هڅه کوي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي. د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان د ماشومانو او بېوزله کسانو لپاره د کار پیداکولو په برخه کې د یادو بنسټونو د فعالیتونو هرکلی کوي او له خصوصي بنسټونو غواړي چې دې ته ورته پروګرامونه جوړ کړي.