کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ ناوخته افغان سرحدي ځواکونو د تورخم نښته کې د پاکستاني لوري دوه پوستې له منځه وړې دي. د یاد وزارت ویاند د دې نښتې لامل په اړه وايي، چې د تورخم په غورکي سیمه کې د فرضي کرښې په استقامت پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړې وې، چې افغان ځواکونه متقابلو ډزو ته اړ شول. نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه هدف کړل، چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان پکې وژل شوي دي. بل لور ته د پاکستاني لوري د دوو پوستو له منځه تللو سربېره، پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، چې نښتې پر مهال د درې پاکستاني عسکرو د وژلو او پنځو تنو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي وو. کورنیو چارو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره چمتو دي او د هر ډول ناروا حرکت ځواب په بالمثل ډول ورکوي.