د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځایي مسوولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني چې مرګ ژوبله یې هم درلوده پای ته ورسېده. د خوست سرپرست والي عبدالقیوم روحاني د خپل منځي ستونزو د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ریاست په چوکاټ کې د یو ځانګړي کمیسیون د جوړولو یادونه وکړه او په وینا یې دغه کمیسیون ته دنده سپارل شوې، څو د قومونو او خېلونو ترمنځ شخړې وڅاري او د حل په موخه یې کوټلي هڅې ترسره کړي. قومي مشرانو او د یادو کورنیو غړو د موسی خېلو ولسوالۍ د ولایت مقام او د امنیتي مسوولینو له هڅو مننه کړې چې خپل منځکړیتوب یې ثابت کړ او د دواړو لورو په خوښه یې غوره پرېکړه ترسره کړه.