د پاسپورټ لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ دې ریاست په کابل کې د درې نويو څانګو نومليکنه د انلاين سيستم له لارې پيل کړه. د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ ټول هېوادوال کولی شي، چې اوسمهال په کابل کې د درې نویو څانګو لپاره انلاین نوملیکنه وکړي او خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي. پاسپورټ ریاست ویلي، د نوملیکنې له بشپړولو سره هممهاله به ټولو غوښتونکو ته د مراجعې تاریخ د سیسټم له لارې مشخص شي او ټول غوښتونکي باید د افغانستان بانک کې د تعرفې له تحویلولو وروسته په خپل مشخص شوي تاریخ اړوندې څانګې ته مراجعه وکړي.