امریکا روسیې ته د ایران له لوري د بالیستیکي توغندیو په اړه اندېښمنه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وېدانت پټیل په یوه خبري کنفرانس کې روسیې ته د ایران له لوري د بالیستیکي توغنديو د ورکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. پټېل تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، په دې تړاو له خپلو اروپايي شریکانو سره په خبرو اترو بوخت دي ځکه دا وضعیت د اروپا لپاره هم له ګواښه ډک دی. هغه زیاته کړې چې د مسکو او تهران ملګرتیا د اروپا امنیت ګواښي او دا ثابتوي چې د ایران بې ثباته کوونکی نفوذ له منځني ختیځ د باندې نورې نړۍ ته هم رسیږي.