د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د هلمند ولایت د نهرسراج، ګرشک، باباجي، نادعلي او ناوې ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د څه باندې ۲۷۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې ۳۱۷ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې، چې په کې د کلیوالي سړکونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو پاکول، د پلونو، پلچکونو، ګبیوني او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.