د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې پخوانی مشر متقاعد جنرال فیض حمید نیولی دی. د پاکستان پوځ وايي د پوځي استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نيولی او پر ضد یې د پوځي قوانينو لاندې دوسیه پيل کړې ده. د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې حميد یې د پاکستان د سترې محکمې د هغه حکم په اساس نیولی چې د نوموړي په اړه یې د درغليو په مقدمه کې ورکړی و. پوځ زیاته کړې چې د سترې محکم له حکم سره سم یې تحقیقات پيل کړي چې د ټاپ سټي په نوم قضيه کې د جنرال فیض حميد پر ضد د شکايتونو کرهوالی معلوم کړي. حميد د ۲۰۱۹م کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۱م کال تر نومبر پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آیايسآی مشر و.