نیمروز کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه اتیا سلنه را کمه شوې ده. د دغه ولایت سیمهییز مسوولین وايي، په بشپړ ډول پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوي په موخه هڅې روانې دي. د نیمروز اوسېدونکي وايي، د سوداګریزې راکړې ورکړې پرمهال دوی زیانمن شوي دي. نیمروز یو له هغه ولایتونو دی چې له ایران سره ګډه پوله لري او په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي پېر او پلور پر ايراني تومان کاوه.